دبوش ناټو يي سازمان نه يوازی دګونډې وهلو په درشل کی دی بلکه لاره يي هم پر ورکيدو ښکاری !
کانديد اکادميسن ظاهر افق  کانديد اکادميسن ظاهر افق

 

                                                       ۵ــ ۱۰ ــ ۲۰۰۸

ناټو دغه دنړيوال امپر ياليزم جنګی اوجنايتکار سازمان دامريکا په رهبری دخپل تاسيس څخه بيا تر ننه ډير تجاوزونه ، وحشتونه او مرګونه دخپلو استعماری ګټو له پاره داسی انجام کړی دی چی هيڅ وخت يي نه دانسانيت مراعت کړی او نه يي دبشری مدنيتونوپر خرابولو باندی زړه سوځلی دی ۰ دهمدغه  غير انسانی خصلت له مخی مو وليدل چی دجوړشوی ـــ ۹  ـــ ۱۱ پيښي دتباهيو او مظلومو انسانانو تر وژلو وروسته ، مستر بوش خپل تجاوز ات اووحشتونه پر قهرمان افغانستان او عراق باندی دهغوی دتسخير ولوپه خاطر دهر ډو ل داسی وحشتونوڅخه راپيل کړل چی ګواکی دتر حم کلمه يي په هيڅ ډول قاموس کی ځای نه لری ۰

دهمدغو تجاوزاتو په نتيجه کي ډابليو  بوش د« اشرارو » دمرکز ونوپه نامه داسی شعا روکړ چی ګواکی ايران ، عراق ، سوريه ،  شمالی کوريا او داسی نور آزاد هيوادونه ځکه د شرارت  ټکی دی چی اساسآ يي دبوش امپريالستی ديکتا توری اوداسی نور قدرتونه دزوال په حال کی وبلل ۰ بوش په درواغوسره عراق په داسی حالت کی دهستوي وسلو څښتن وباله چی اسرائيل اوس هم په سيمه کی تر هر چازيات هستوی توانايي لری .۰ همداسی يي ګران هيواد افغانستان دهغه تروريزم مرکز وګاڼه دکوم خښته چی دوی پخبله ايښی ده .۰

دبوش دپلمو او دسيسو پای داشوچی زموږ غښتلی افغان ولس يي قدم په قدم داسی نور هم راويښ کړ چی نه يوازی دډاکټر ( برايډن ) دځغاستی او تښتی خاطر ات يي ورځ په ورځ ورپه ياديږی بلکه په ميوند کی دملالۍ غوندی قهرمانانو ميړانی او زړه ورتياوی يي هم په هره لحظه کی زړه کی ورګرزی .

کله چی تر بوش لا مخکی د( کلينتن ) په دوران کی دکراچی له اوبو څخه دپکتيا پر لوړو او ښکليو غرونو دکروز   راکټونو باران وشو اووروسته يي په دسيسوسره دخپلو بهانو او پلمو له لاری پر ګران هيواد هوايي او مځکنی حملې دداخلی اجنتانو په مرسته زياتی کړې نو نه يي  يوازی دهيواد او سيمی طبعی ذخيروته ځان ورساوه ، بلکه په سيمی کی يي ډير وکلکو ستراتيژيکی سنګرونو ته هم ځان نژدی وګاڼه (!!) دهمدغو شوموهدفونو په خاطر يي په نړۍ کی ،په ټګمارۍ سره ،   تبليغات او ناټويي نويو غوليدلو هيواد ونوغولونی په خپلو ټولو وسايلو سره تنظيم کړی .۰ ځکه چی دبوش په رهبرۍ داستعماری هيوادونوغوښتنی او تجاوزات له واقعيت او انسانيته څځه ليری او ملي مقاومتونو سره مخامخ شول ، نو يي پای داشو چی نه يوازی دبوش  د پاليسۍ  ماته ښيی بلکه دډيری وارخطايي څخه يي لاره ورکه کړې هم ښکاری ، نه پو هيږی چی څه وکړی اودموجوده نظامی او اقتصادی بحرانه څخه څنګه ځان خلاص کړي .۰

هيره نه کړو چی دپانګوالۍ بحرانونه اوږد تاريخ لری ، خو اوسني اقتصادي نظامي ، سياسي او ايد يالو جيک بحرانونه يي په مشخصه توګه دنيويارک دټاورونو دچپه کولو دتو طيئ او دسيسې څخه را وروسته نو هم شدت مومی اوموندلی يي دی .۰

شک نشته چی دنوموړی بحرانو نو تنا ونه ، چی قهرما نو افغانانو  ستونزی يي دافغانستان او پښتو نخوا سرحد ونو ته په داسی شکل ور رسولی دی چی امريکا يي تجاوز ګران دپاکستان او پښتنی ولسونو څخه بيله اجازی دپښتو دخرابولو او بمباردولو په خاطر  دسرحد آغاړ ی ته ور واړوی . خو برعکس ، دالمان غوندی ځينی ناټو يي هيوادونه ، هيله څرګند وی چی دتجاوز په دغه مرحله کی برخه نه اخلی ، حتی دقضې دشدت په مرحله ښايي خپلی لښکری بيرته هيواد ته وروغواړی . په همدي  توګه بايد وپوهيږو چی دانګلستان پاليسي هم چی پاکستان يي له ابتدا څخه دکامنويلت په  ځنځير تړلی دی ، دامريکا يي تا ړالګرانو سره دادی ټکر موندلو ته نژدی کيږي .۰ داخبره هم هيره نه کړو چی انګلستان دخپلو استعماری ګټو او ارزو ګانو څخه په هيڅ صورت لاس نه دی اخستی بلکه دخپلو لمسيانو سره دمنا فعو پر سر يي تا کتيکو نو داسی تغير کړی چی ښايي دناټو يي قوتونو په منځ  کی دبحران دژور کيدو پيل وبلل شی .۰

ناټويي تجاوز ګر مخ پر زوال سازمان چی عملی رهبری يي دامريکا او انګلستان په غاړه ده ، او ډيرنور هيوادونه خصوصأ دشرقی اروپا يو لړ نوی واکداران يي په تمطع سره داسی ورپسی کش کړی دی چی بيله شکه به دراتلونکو ما تو په نتيجه کی يا منحل اويا هم دانشعا بو نو سره مخامخ کيږی .

ځکه چی په ګران هيواد افغانستان کی دوږخی جنايتکارانو دخپلو شومو ارمانونو په خاطر  خرابۍ او مرګونه پراخ کړی دی ، نو نه يوازی   قهرمان افغانان نوموړو وحشتونو ته نفرتونه ښيئ او بريالی مقاومتونه کوی بلکه دنا ټو يو لړ غړی هم پخپله دطالب په نامه دپراخو ولسونو مرګونه نه شی تبر ئيه کولا ی او هيڅ ډول جواب نو موړو جنا يتونو ته نه لری ، چی په نتيجه کی يي حتی دامريکا او انګليستان دواکدارانو تر منځ خصوصأ په نظامی پاليسی کی اختلافونه را څرګند او لا به هم را څرګند شی .

څوورځی مخ کی حتی دامريکا ددفاع وزير چی اصلا بايد دتجاوز وزير وبلل شی ، په ډيری ساده ګی سره ، بيله دی چی لږ تر لږه دخپل تير پنځوس کلن تاريخ ته يوه پلامخ ورواړوی ، داسی وويل : « افغانان دبيګانه ګانوڅخه کرکه لری ، نو موږ بايد پوليس ور تر بيه کړو . »

نوموړې جمله چی ډيره ساده راغلی ده خودسختی وارخطا يي څخه سر چينه اخلی ،. نو که نوموړ ی وزير خپل پخوا نی پنځوس کاله تاريخ ته مراجعه وکړی ، وبه وينی چی په افغانستان کی دهلمند دوادۍ پروژه ۰ همدا سر دکندهار، کابل سړک  ، کابل پوهنتون اوداسی نوری ګټوری پروژی چا بشپړی کړې ؟ البته امريکا نودشوروی سره په رقابت کی يي دډير ی سولی اوارامۍ په فضا کي داسی تکميل کړي چی نه هيڅ امريکا نو ته چا څه وويل اونه هم کوم اروپا يي ته ۰ ځکه چی همدغوبيګانګانو دنوموړوپروژو داعمار له پاره پروګرامونه درلودل ، نويي نه دا چی افغانانويي عزت کاوه بلکه دهغوی په ساتلو کی يي مرستی هم کړی دی ۰

په همدی توګه دخپل وخت شوروی اتحاد زموږ دهيواد دابادولو او سمسورولوله پاره ډيره کومکونه په داسی وخت کی وکړل چی په مقابل کی يي ټولنيز ذهنيت پخوانيو انګلسی تبليغاتوډير خراب کړی هم و ، خوبيا هم افغانانو هغوی ته په ډير احترام وکتل او دهغو مرستی يي لکه د سالنګ شاهراه ، دکابل    پولتخنيک ،دکابل او مزار تخنيکومونه ، دمزار کود برق لويه فابريکه ، دجلال آباد دابياري لوې کانال ، اود اوبو بندونه اود جلال آباد  مختليف لوي زراعتی فارمونه ،  کندهار هرات کلکه لاره او داسی نوری ګټوری پروژې دزړه له کومی ومنلی ۰ کله چی هغوی هم خپل قدم را واړاوه ، بيا موو ليدل چی دخلکو دمقاومتونو سره مخامخ شول ۰ دلوړوټولو خبرو ما نا داچی افغانان دټولو خارجيانو څخه کرکه نه ښئي بلکه ډير ميلمه پال خلک دی ۰ اما کله چی څوک په دښمنۍ او زموږ په غلامۍ پسې ګام را پورته کړی ، نو څرګنده ده چی نه به يوازی کرکه او نفرت څرکند کړی بلکه دهغوی دما تولو له پاره به هم دهر ډول موثرو وسايلو څخه استفاده هم کوی ۰

( رابرت ګيټ ) په خورا ساده ګۍ سره داسی پيش  نهاد کوی چی« موږ به يي پوليس ور تربيه کوو» نوکه همدغه افغانان اوهمدی يي مقاومتونه  وی نوبه څنګه دهمدغو استعاری دښمنا نو امرونو ته غاړه کښيږدی ؟خندا آوره ده ۰

په هر صورت ۰ فکر بايد وشي چی پر يوه واړه هيواد او غريب ولس ګی حت دخوړلو ډوډۍ لا هم نه لری خو دخاوری دساتلو مينه يي خپله تاريخی وظيفه ګڼلی ده ، څلويښت متجاوز او مجهز هيوادونه دخپلو نظامی او اقتصادی قدرتمند يو سره يو ځای پر نوموړی قهرمان هيواد داسی په وحشت ور اوښتی دی چی نه انسانيت پيژنی او نه هم بشريت ۰

دنوموړو تجاوز ګرودهر ډول ظلم اووحشت سره سره ددې غښتلی ولس په اراده کی هيڅ ډول تزلزل نه راغلی او نه به راشی ۰ ځکه چی نا ټو يي واکدارانودانګريز انو تيری تاريخی ماتی او شکستونه يا هير کړی او يايي اهميت نه دی ورکړی ، نو دادی نه يوازی دجنګ ادامه پر وغميدله بلکه ننی شديد ترين نړيوال اقتصادی بحران يي هم دمهمونتيجو په څير ورسره مخامخ شوی دی ۰

دنوموړو علتونو پر اساس په ناټويي حلقو کی نوی داسی نظريات څرګند يږی چی بايد« طالبانو سره خبری وکړی ۰» دغه ډول تبليغات اوآوازی  چی دواقعيته څخه ليری نه بريښی دهغی ظالمانه او وحشی پاليسۍ سره توپير لری چی افغانان يي دطالبانوپه نامه تروريست وبلل او ډير سخت تلفات يي ورواړول ۰

ځکه چی نوموړې پاليسی په خپل اساس کی ظالمانه او وحشی وه نو امريکا يي او ټول ناټويي واکداران دنړيوال بشريت په مقابل کی سخت مجرم او تورن دی او وايي چی هر ملت دخپل ځان ددفاع او خاوری ساتلو حق لری او په هره وسيله چی وی بايد ځان وساتی ۰ دتاټو دپاليسۍ دتردد او شک کولو په وخت کی ډيره مهمه داده چی ځينی نظامی تيورستان هيله څرګندوی چی په « افغانستان کی يوه دکتاتور ته ضرورت دی ۰» که ددی وحشيانو څخه لاره ورکه نه وی ، نو څه شوه غولونکی او دما ګو جيګه دموکراسي ؟ « پر خره سپريده يو وار شرم ، تاکيد يي بيا شرم ۰ ( دنيو يارک ټايمز )په حواته له امريکايي استخباراتو دنماينده ګيو دراپور ونو له مخی دا څرګند يږی چی افغانستان پر کښته څرخونه وهی او دا نه ښکاری چی افغان حکومت دی پر طالبانو بری ومومی ۰ دلته لومړی ، دخندا خبره داده چی نوموړی خپرونه په کوم دليل او استناد دطالبانوله منځه وړل په داسی دولت پوری تړی چی هغه بيله يوی ناوکۍ بل هيڅ حيثت نه لری ! اقتصادي قدرت يي زايل او ولسی توانمندۍ يي بلکل دلاسه ځکه ورکړی ده چی دبيګانګانو په خدمت کی دی ۰ داخو دناټو ګمراهی ده چی افغانان دطالب ترنامه لاندی تروريست بولی او يوازی يي پر خپلو څو محدود نو کرانو تکيه وهلی ده ۰ دلته دا خبره پوره څرګنده ده ، چی که په جنګ بری حاصل شوهغه به په ناټو او امريکا اړه لری او که يي دنا کامۍ دوړی پورته شوی بيا نو ددولت کمزوری بلله کيږی !! په همدی توګه و دکانا دا « تو رنټو سيتار » نامتو ورځپاڼی په اشاره  برتانوی مشهور قوماندان   ( مارک سميت )  اود ملګروملتونو خاص نماينده په کلکه وايي : ( جنګ دنظامی لاری  بری ته نه شی رسيدلای ۰) د م ۰ م  خاص نماينده داسی هم زياتوی چی ( بری  يوازی په سياسی وسايلو ، دمختلفو ګوندونوسره دډيالوګ له لاری سي  امکان لرلای شی۰ ) البته ، پردې بل اړخ (  رابرت ګيت  )  که ديوې خوا وايي چی افغانان دبيګانګانو څخه کرکه لرې خو پردی بل اړخ بيله کوم دليله( دمارک سيمت ) او م۰ م نماينده خبری ردوی ا ووايي( دوی فقط دما يوسۍ خبری کوی ۰) ګيت ته حق ورکړئ لکه دافغانی دولت ددفاع وزير چی پر نعتمونو سپور دی دهری معقولی او انسانی روغی جوړی مخالفت وکړی او افغان مرګوادامه ومومی ۰

په همدغه لړ کی ( هنری کرمپتن ) دسی ای ، اې دتروريزم ضد باصلاحيته مشهور کارمن        ۱۱ــ۹ــ  غمګين تراژيدئ وروسته افغانستان ته ديو لړ موضوعاتو دڅيړنی له پاره تللی و، خوتير کال يي دخپلو نو يو تحقيقاتو په نتيجه کی په پوره صراحت سره وويل چی په افغانستان کی حالات تر پخواډير خراب اوخرابتر شوی دی ، او( دواشنګتن مامورينو اوس په دې پيل کړی دی چی دحواد ثودپوهيدلوله پاره راويښ شی ۰)

دهنری لومپتن اعترافات دناټودسازمان په با صلاحيته اورګانونوکی داسی سره څرخی چی ګواکی دناټو همدغه غير انسانی او غيرمشروع جنګ دګټلودورنمانه لری ، نو ځکه يي په جنګی او سياسی ستراتيژۍ کی ګډوډی او تر ددراغلی او هم دمصالحې او خبرواتروتبليغات يي اخبارونه او راډيو ګانی پر سراخستی دی ۰

نوموړی ټول حقايق نه يوازی دناټودګونډې وهلو درشل ښيئ بلکه هغه لاره يي هم ځينی ورکه شوې ده کومه چی يي ۱۱ــ۹ غير انساني دولتی ترورمخکی تنظيم کړې وه ۰

په آخره کی په زغرده بايد وويل شی چی په دې غير انسانی جنګ کی ناټو دانړيوال متجاوز نظام پوره بايللی او بايللی يي نو لازمه ده چی دافغانی قهرمانانو ځاله ژر تر زره تخليه شی ۰ دا چی امريکا غواړی دآزادوپښتو سيمو ته دهغوی دوژلو او تسخيرولو په خاطر ورواړوی ، يقينأ چی نور به بحران ننوزی او آزادوولسونودکلکو مقاومتونو سره به نو ر هم مخامخ شی ۰

اوس هم ښه وخت دی چی دافغاني  ټولو ولسونه ، ګوندونو، ګروپونو او سياسی خصيتونو تر منځ په دموکراتيکه فضاکی ، تر يوه سياسي ــــ علمی پروګرام لاندی تفاهم او خبری اتری وشی اودناټو يي نظامی قوتونو او لښکريانودايستلو پروګرام ژر تر ژره وړاندی شی ۰

افغانان دپريښودل شی دخپل سر نوشت او ټو لنيز پر مختګ لاره دخپلو تاريخی اجتماعی ، اقتصادي او فرهنګی شرايطو سره سم په صداقت او بيله پخوانيو دښمنيو په نظر کی نيولو سره ، وټاکی ۰    


November 30th, 2008


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات